CRI Online

ايران : د هر ګواښ له امله به داعش ته سزا ورکړو

cri     (GMT+08:00) 2017-03-30 10:08:07

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران د ملي ګټو تشخص کمېټې سرمنشي محسن ريزي د مارچ په ٢٩ مه نېټه د ايران په اړه د داعش ډلې څو ويډيوګانو ته د ځواب ورکولو په ترڅ کې وويل، که داعش ايران ته هر ګواښ پېښ کړي، له سزا سره به مخامخ شي.

نوموړي په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې داعش د تښتې په حال کې دی، که دغه ډله په ايران کې هر عمل وکړي او يا په بهر کې د ايران ګټو ته ګواښ پېښ کړي،ايران به سخته سزا ورته ورکړي او ماتې به يې د موسل او حلب تر جګړو سختې شي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای