د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عرب ليګ د ٢٨ مې دورې سرمشريزه غونډه د مارچ د ٢٩ مې نېټې په شپه د اردن د مړ سمندر پر غاړه پای ته ورسيده . په دې غونډه کې د امن اعلاميه خپره شوې، يو ځل بيا پر دې ټينګار شوی چې د فلسطين مسئله د عربي نړۍ مهمه موضوع ده، په روښانه توګه څرګنده شوې چې د ٢٠٠٢ کال د عرب سولې پر نوښت دې ټينګار وشي او غوښتنه شوې چې د م م د امنيت شورا ٢٣٣٤ م پريکړه ليک دې پلی شي.
په اعلاميه کې راغلي چې د هراړخيزې او دايمي سولې رامنځته کول لاهم د عربي هېوادونو ستراتيژيک انتخاب دی، عربي هېوادونه به د" دوو دولتونو" پر بنسټ د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د جدي او اغېزمنو خبرو د بيا پيل لپاره هڅې وکړي. "دوه دولتونه "د امنيت او ثبات د رامنځته کېدو يوازينۍ لار ده.
په اعلاميه کې ټول ترهګريز او افراطي عمليات غندل شوي او پر دې ټينګار شوی چې عربي هېوادونه به د افراطيت پرضد مبارزې لپاره خپلمنځي همکارۍ ته دوام ورکړي ترڅو د تروريزم رېښه له منځه يوسي.
همدارنګه په اعلاميه کې زياته شوې چې د سوريې بحران د حل مخکښ شرط دا دی چې د عرب ليګ د منشور پربنسټ د سوريې حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا تأمين شي او بېلابېلې غاړې د امنيت شورا د ٢٢٥٤ م پريکړه ليک له مخې د روغې جوړې هوکړې ته ورسيږي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |