CRI Online

شمالي کوريا د امريکا پولي بنديزونه وغندل

cri     (GMT+08:00) 2017-03-30 15:08:14

د سينهوا إژانس د خبر له مخې،د شمالي کوريا د بهرنيو چارو وزارت وياند د مارچ په ٢٩ مه نېټه د امريکا پولي بنديزونه وغندل.

نوموړي وويل، امريکا د شمالي کوريا او نورو هېوادونو ترمنځ د پولي معاملې د پرې کولو په موخه تدابير غوره کړي او له اړوندو ارګانونو څخه يې غوښتنه کړې چې د شمالي کوريا بانکونو ته د پولي مخابراتو خدمت ودروي. د امريکا د استازو جرګې هم پر شمالي کوريا د بنديزونو د زياتوالي مسوده وړاندې کړې او د نورو هېوادونو پر هغو بانکونو او تصديو يې بنديزونه سخت کړي دي چې له شمالي کوريا سره معامله لري. نوموړي وويل، د امريکا دا عمل له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ده.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای