د چين د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې، د مارچ تر ٢٩ مې نېټې پورې د چين د تېلو لومړی نل ليکې چې د ځمکې له لارې غزول شوې،سل مليونه ټنه تيل صادر کړي دي.
د تېلو دغه نل ليکه د چين د نفتو او طبيعي ګازو شرکت لخوا د روسيې له لارې لومړۍ جوړه شوې نل ليکه ده. دغه نل ليکه د قزاقستان له اتيروڅخه د کنکياک، کومکول او اتاسو له لارې د چين د الاتاو بندر پورې غزيدلې چې اوږدوالی يې ٢٨٠٠ کلومترو ته رسيږي او د ورېښو لارې لومړۍ نل ليکه ياديږي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |