CRI Online

د عرب ليګ د ٢٨مې دورې په سرمشريزه غونډه کې د فلسطين او سوريې مسئلو ته پاملرنه

cri     (GMT+08:00) 2017-03-30 16:25:00


د مارچ په ٢٩مه نېټه، د عرب ليګ د ٢٨مې دورې سرمشريزه غونډه په اردن کې تر سره شوه. د فلسطين مسئله او د سوريې بحران په دې غونډه کې د توجو مرکز ګڼل کېده.

د عرب ليګ نوبتي رئيس او د اردن پاچان دوهم عبدالله په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، چې عربي ټولنه له زياتو سختو ننګونو سره مخامخ ده چې پکې د تروريزم او افراطيت خطرونه، د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د سولې پر بهير خنډونه، په سوريه کې پر له پيسې شخړې او د عراق، يمن او ليبيا حالات شامل دي. د فلسطين مسئلې په اړه نوموړي وويل

(( د اسرائيلي يهوديانو د استوګنځايونو پراخوالی دوام لري او د سولې پر بهير يې خنډونه جوړ کړي. د فلسطين مسئله د دې سيمې د ټولو مسايلو مرکز دی. که د فلسطينيانو عادلانه چارې کوم چې بنسټ يې د فلسطين او اسرائيلو ترمځ د يو بل په رسميت پېژندنې پلان دی، په منصفانه او پوره توګه حل نه شي کيدای، په دې سيمه کې به سوله او ثبات نه شي رامنځته.))

دوهم عبدالله وويل، چې اردن له هر هغه عمل سره ټينګ مخالفت کوي چې د بيت المقدس د اوسني مقام د بدلون نيت لري، ځکه دغسې عمل به پر سيمه ييز ثبات او راتلونکي تباه کوونکی زيان وي.

د اروپايي ټولنې د ديپلوماتيکو او امنيتي تګلارو لوړ پوړي استازي فيدريکا موګيريني چې په نوموړې سرمشريزه غونډه کې يې هم ګډون کړی و، وويل

(( د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ عادلانه او دايمي سوله د منځني ختيځ په چارو کې د اروپايي ټولنې لومړۍ موخه ده. ټينګ باور لرو چې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د يو بل پېژندنې پلان د ټولو شخړو او توپيرونو د پای ته رسولو يوازنۍ لار ده. د منځني ختيځ د سولې په بهير کې د بېلا بېلو خواوو له خوا د منل شوې برخې پرته، اروپايي ټولنه له ١٩٦٧ کال وروسته د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د پولې شوی بدلون نه مني، د بيت المقدس مسئلې په اړه هم ورته دريځ لرو. ))

د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس چې په نوموړۍ غونډه کې حاضر و، دې ته اشاره وکړه چې هيڅ مسئله بايد د داغونو د جوړولو په موخه د فلسطينيانو له کوښښونو څخه د نړيوالو پاملرنه وا نه ړوي.

په ٢٠١١کال کې د سوري بحران له پېښېدو وروسته، عرب ليګ د سوريې غړيتوب درېدلی و. که څه هم د سوريې استازي د عرب ليګ د دې دورې په سرمشريزه غونډه کې ګډون نه درلود، خو د سوريې مسئله لا هم د توجه مرکز ګرځيدلی دی. ګوتريس وويل

(( د سوريې د کورنيو شخړو د پای ته رسيدو وخت رارسيدلی. هيله لرم چې د استانا په غونډه کې به له اغيزمن اوربند سره موافقه وشي. تر وسې پورې به کوښښ وکړو چې د ژنيو د سوله ييزو خبرو اترو پر بنسټ سياسي خبرې اترې په رښتينيو سلامشورو بدلې شي. زما په اند مربوطې خواوې پوهيږي چې له ترهګرۍ سره مقابله مهمه ده، خو که دا شرط پوره نه شي کوم چې سوريايان په ازاده توګه د خپل برخليک پريکړه سياسي پلان انتخابولی شي، ټولې لاسته راوړنې به دايمي نه وي. ))

عربي هېوادونه هم د ځينو مسئلو په اړه توپيرونه لري. په اردن کې د چين سفير پن وې فانګ د چين نړيوالې راډيو خبريال ته وويل

(( هيله لرو چې عربي هېوادونه يووالی ټينګ کړي او په سيمه ييز ثبات کې لا اغېزمن رول ولوبوي. عربي ټولنه له ډېرو ستونزو سره مخامخ ده، په ځينو سيمو کې د نا ارامۍ عوامل شتون لري، د ترهګريزو بريدونو او کډوالو مسايل د پام وړ دي. هيله لرو چې دوی د تګ ارتګ له لارې داخلي يووالی لا ټينګ کړي، ټول يو غږ شي او په ګډه ستونزې ليرې کړي. ))

د مارچ د ٢٩مې نېټې په شپه، دې يادې سرمشريزې غونډې له پای ته رسيدو وروسته د عمان اعلاميه خپره شوه. په اعلاميه کې راغلي چې د فلسطين مسئله د عربي نړۍ مرکزي مسئله ده. هراړخيزه او دايمي سوله د عربي هېوادونو ستراتيژيک غوره والی دی، عربي هېوادونه به د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د (( جدي او موثرو)) خبرو اترو د بيا پيل او د شخړو د پای ته رسولو لپاره هڅې وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای