د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د مارچ په ٣٠مه نېټه په بېجينګ کې په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د اپرېل په پيل کې له فنلنډ څخه ليدنه وکړي او وروسته به امريکا ته سفر وکړي او د امريکا له ولسمشر سره به خبرې اترې وکړي.
وياند لو کانګ وويل چې د فنلند مشر څو ځلې رئيس شي ته بلنه ورکړې ده.دا په روان کال کې لومړی ځل دی چې رئيس شي د اروپايي ټولنې له غړي هېواد څخه او د چين د مشر په توګه له شمالي اروپا څخه ليدنه کوي.له دې څخه څرګندېږي چې چين له فنلنډ سره د نوي ډول همکاريزو اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او د اروپايي ټولنې ملاتړ کوي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |