CRI Online

د پاکستان ولسمشر: د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهليز به تجارتي پرمختګ چټک کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-03-31 09:01:48

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان د سوداګريز ريکارډ ورځپاڼې د مارچ په ٣٠مه نېټه خبر ورکړ چې څو ورځې مخکې د پاکستان ولسمشر ممنون حسين د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز په اړه فورم کې وويل، چې د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز د پروژې له پای ته رسيدو وروسته به په هوا، ځمکه او سمندر کې د پاکستان او د دې سيمې او ټولې نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ ارتباط لا ټينګ شي چې دا به د تجارتي عملياتو ځواکمن ملاتړ وکړي او پاکستان ته به د پرمختګ او سمسورتيا نوې مرحله وي.

نوموړي وويل، چې د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهليز د سيمه ييز تګ راتګ ټرانسپورټي چوکاټ دی، چې نه يوازې د پاکستان لپاره بلکې د چين او ټولې سيمې لپاره ګټور دی. دغه لويه پروژه د جغرافيايي پيوستون له لارې د ګډ پرمختګ، برخليک او سوله ييز ګډ ژوند د رامنځته کولو لپاره ارزښت لري. دغه پروژه به د سيمه ييز اقتصادي يووالی بهير څټک کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای