CRI Online

افغان ملي ځواکونو ٢٧ وسلوال طالبان ووژل

cri     (GMT+08:00) 2017-03-31 09:12:40

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د دفاع وزارت وياند د مارچ په ٣٠مه نېټه وويل، چې د افغانستان ځانګړو ځواکونو د مارچ د ٢٩مې نېټې په شپه د ننګرهار ولايت په تصفيوي عملياتو کې ٢٧ وسلوال طالبان ووژل.

دغه عمليات د ننګرهار په خوګيانيو سيمه کې تر سره شوي چې پکې ځانګړو ځواکونو د ٤ قوماندانو په شمول ٢٧ وسلوال طالبان وژلي او ٧ شکمن کسان يې نيولي کوم چې له طالبانو سره اړه لري، او د طالبانو ګڼ شمېر وسلې يې نيولي دي.

د ننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې د طالبانو او داعش په شمول د حکومت ضد وسلوالې ډلې فعالې دي. د طالبانو د پسرلنيو بريدونو له رارسيدو سره، افغان ملي ځواکونه د وسلوالو په تصفيوي عملياتو بوخت دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای