د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس د مارچ په ٣٠مه نېټه له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د عراق له عامو خلکو سره بشري مرستې وکړي.
نوموړي په همدې ورځ په بغداد کې د عراق له صدراعظم حيدر العبادي سره خبرې اترې وکړې. ګوتريس له خبرو اترو وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل، چې دواړو خواوو د عراق د اوسنيو بشري حالاتو ارزونه کړې او دې موافقې ته رسيدلی چې په جنګ کې بايد د عامو وګړو ساتنه پياوړې شي.
ګوتريس وويل، چې م م به له عراق سره نورې زياتې مرستې وکړي. هغه له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د جګړې له امله مليونونو بې کوره عراقيانو ته لاس ورکړي.
ګوتريس پر داعش د عراق د پوځي عملياتو ملاتړ وکړ.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |