CRI Online

د هند په جنوب کې سخته وچکالي ده

cri     (GMT+08:00) 2017-03-31 09:44:06

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د هند خبري رسنيو خبر ورکړ چې د سختې وچې هوا له امله د هند جنوبي سيمې له سختې وچکالۍ سره مخامخ دي چې کچه يې د تېرو ١٥٠ کلونو راهيسې ترټولو سخته ده او د عمده ډنډونو د اوبو اندازه بې سارې ټيټه شوې ده.

د سختې وچکالۍ له امله، د تېر کال له دسمبر څخه د سږ کال د جنورۍ په لومړۍ اونۍ کې په تميل نادو ايالت کې لږ تر لږه ٦٠ تنو ځان وژنې وکړې کوم چې د لوږې له امله يې له بانک څخه پورونه اخيستي، خو پورنه يې نه شوی تاديه کولی.

ځايي اوسيدونکي د وچکالۍ په وړاندې د حکومت د کمزورتيا له امله ناخوښ دي. په مارچ کې د نوموړي ايالت سلو کسانو په پلازمينه نوي ډيلې کې احتجاج وکړ.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای