CRI Online

د چين نړيوالې راډيو د چينا (China)په نوم د زياتو ژبو کڅوړه ييزې اې پي پي ګانې خپرې کړې

cri     (GMT+08:00) 2017-03-31 09:59:00

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چينا نيوز(ChinaNews)، چينا راډيو(ChinaRadio) او چينا ټي وي(ChinaTV) په شمول د زياتو ژبو ٣ اې پي پي ګانې چې د چين نړيوالې راډيو له خوا جوړې شوې، د مارچ په ٣١مه نېټه په رسمي توګه خپرې شوې. نوموړې اې پي پي ګانې نړيوالو استعمالوونکو ته د زياتو ژبو په وسيله د چيني او نړيوالو خبرونو او معلوماتو په اړه د لوستلو، اورېدلو او ليدلو خدمتونه برابروي. د چينا په نوم کڅوړه ييزې اې پي پي ګانې يوه داسې نښه ده چې د چين نړيواله راډيو د رسنيو د پيوستون او پرمختګ په برخه کې نوې مرحلې ته رسولې ده.

د (( چينا نيوز )) اې پي پي د زياتو ژبو په وسيله خبرونه، انځورونه، راډيويي او ويډيويي او ژوندۍ خپرونې نړيوالو استعمالوونکو ته برابروي. د (( چينا راډيو)) اې پي پي د چين نړيوالې راډيو راډيويي خپرونې او د (( چينا ټي وي )) اې پي پي تلويزيوني خپرونې وړاندې کوي.

په پښو ژبه نوموړې ٣ اې پي پي ګانې به په راتلونکو څو مياشتو کې پښتنو ته خدمت وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای