د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د شانګهای همکارۍ سازمان د سيمه ييزې ترهګرۍ پر ضد شورا په دېرشمه غونډه کې د مارچ په دېرشمه نېټه د ازبکستان په پلازمينه تاشکند کې د افراطيت پر ضد د تړون مسوده تصويب شوه.
په دې غونډه کې د قزاقستان، چين، قيرغزستان، روسيې، تاجکستان او ازبکستان استازو ګډون کړی و او د چين د عامه امنيت مرستيال وزير لي وې د يادې غونډې مشري کوله..
د شانګهای همکارۍ سازمان د دوه زره او لومړي کال په جون کې جوړ شو، د دې سازمان د سرمنشيانو دفتر په بېجينګ کې دې او د سيمه ييزې ترهګرۍ پر ضد څانګه يې په تاشکند کې ده. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |