CRI Online

ټرمپ له شي جين پينګ سره کتنې ته سترګې په لار دی

cri     (GMT+08:00) 2017-03-31 11:05:42

د دسينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د سپينې ماڼۍ وياند سيان سپسير د مارچ په ٣٠مه نېټه وويل، چې د امريکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د چين د دولت له رئيس شي جين پينګ سره کتنې او د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د ټينګښت پلان جوړونې ته سترګې په لار دی.

چين او امريکا د مارچ د ٣٠مې نېټه اعلان وکړ چې د دواړو هېوادونو مشران به د اپريل له ٦مې نېټې څخه تر ٧مې نېټې پورې د امريکا د فلوريدا ايالت په مارالاګو کې ملاقات وکړي.

سپسير په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، چې دواړه مشران به د يو بل د مهمو کارونو په اړه د نظريو تبادلې وکړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکود ټينګولو لپاره به مسير وټاکي او د علاقې وړ مسئلو په اړه به بحثونه وکړي.

نوموړي وويل، چې دغه کتنه به د ټرمپ او شي جين پينګ ترمنځ د شخصي اړيکو د ټينګېدو يو فرصت وي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای