CRI Online

د امريکايي کارپوهانو په اند، د چين او امريکا د مشرانو ترمنځ خبرې اترې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د راتلونکو اړيکو جوړښت وټاکي.

cri     (GMT+08:00) 2017-03-31 11:24:59

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د امريکا د ولسمشر دوڼالډ ټرمپ په بلنه پر ځايي وخت د اپريل له شپږمې نېټې نه تر اوومې نېټې پورې د امريکا د فلوريډا ايالت د مارالاګو په فارم کې ورسره خبرې اترې وکړي. د امريکا د بروکينګس انسټيټوشن د جون څورنټون د چين مرکز مدير لي چنګ په دې اړه وويل، چې دغه خبرې اترې ډېر ارزښت لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د راتلونکو اړيکو جوړښت به وټاکي.

د مارچ په دېرشمه نېټه چين د يادو خبرو اترو په اړه خبر ورکړ. په همدې ورځ د امريکا سپينې ماڼۍ هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې دواړه مشران به په خبرو اترو کې د ګډې علاقې وړ نړيوالو، سيمه ييزو او دوه اړخيزو چارو په باب د نظريو تبادلې وکړي. ولسمشر دوڼالډ ټرمپ او مېرمن به يې د اپريل په شپږمه نېټه د رئيس شي جين پينګ او مېرمن پنګ لي يوان د هر کلي په موخه ماښامۍ مېلمستيا وکړي.

خبريال د امريکا په پلازمينه واشنګټن کې له يو ښاري اوسيدونکي سره مرکه وکړه. د ده په اند، د امريکا او چين ترمنځ اړيکې نژدې دي او مهمې هم دي. ده وويل،

د اقتصاد په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې نژدې دي. که د چين توليدات نه وي، زموږ ژوند به خراب شي. په عين وخت کې چين هم امريکا ته اړتيا لري.

څو ورځې مخکې د امريکا د ماليې پخواني وزير هينري پاولسون د بېجينګ په يوه غونډه کې دې ته اشاره وکړه چې د امريکا او چين ترمنځ اړيکې د لا پيچلتيا کېدو په حال کې دي، نو نوی جوړښت دې وټاکل شي. د بروکينګس انسټيټوشن د جون څورنټون د چين مرکز مدير لي چنګ په دې نظر دی چې په تېرو څو کلونو کې د چين او امريکا ترمنځ اړيکې له لږ څه تزلزل سره مخامخ وې، خو ژر سم مدار ته بېرته راستنې شوې دي. د چين مشرانو د دوه اړخيزو اړيکو د ټينګښت په برخه کې ستره هوښياري او پوهه ښودلې ده. اوسني نړۍ له زياتو لويو ننګونو سره مخامخ ده، چين او امريکا يوازې د همکاريو له لارې يادې ننګونې ليرې کولای شي. ده وويل، 

لوي هېوادونه بايد د ځينو ډلو او کوچنيو هېوادونو په ګټو پسې ونه ګرځي او بايد د ټولې نړۍ په وړاندې امنيتي ننګونو ته پاملرنه وکړي.

نوموړي وويل، چې د خوښۍ وړ خبره دا ده چې په نړۍ کې د لومړي او دوهم لويو اقتصادې هېوادونو په توګه، د امريکا او چين مشران به د ټرمپ حکومت د ماموريت په پيل کې خبرې اترې وکړي. د ده په اند، يادې خبرې اترې به درې برخې ولري. لومړی، د ترهګرۍ پرضد د مبارزې او د ذروي وسلو د نه خپرېدو په شمول د امنيت مسئله ده. د کوريا ټاپووزمې ذروي مسئله د دې سيمې په وړاندې يو لوی ګواښ دی. نو دواړه مشران به په دې اړه د نظريو تبادلې به وکړي. دغه راز، دوه اړخيزې اقتصادي اړيکې هم د دغو خبرو اترو يو مهم ټکی وي.

نوموړي وويل، چې په دغو خبرو اترو کې به د دوه اړخيز تګ راتګ جوړښت وټاکل شي. مخکې تردې د دواړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ د تبادلې نظامونه له يو سل او پنځو نه زيات و. نو اړوند سيستم به ترميم شي.

ښاغلي لي چنګ وويل، چې د پام وړ ټکی دا دی چې دغه خبرې اترې به د دواړو هېوادونو د راتلونکو اړيکو د پرمختګ ستراتيژي وټاکي. څو ورځې مخکې د امريکا د بهرنيو چارو وزير سرپرست مرستيال سوسان څورنټون د اسيا او ارام سمندر سيمې په اړه د ټرمپ حکومت د پاليسۍ د يادونې په وخت کې وويل، چې د دې سيمې په اړه د بارک اوباما پاليسي په پوره توګه ختمه شوې ده. نوې پاليسۍ به رامنځته شي.

ښاغلي لي چنګ وويل، 

که څه هم تر اوسه پورې مو نوې ستراتيژي نه ده ليدلې، خو مثبته نښه مو ليدلې ده. د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريکس ټيليرسون له بېجينګ څخه د ليدنې په ترڅ کې د راتلونکو پنځوسو کلونو لپاره ستراتيژيک جوړښت ياد کړی دی. هغه د سترو هېوادونو ترمنځ نوې اړيکې هم يادې کړې چې دغه څرګندونه د چين لخوا وړاندی شوې ده. دغه راز، د مقابلو او شخړو د پرېښودلو او متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د دوه اړخيزو اړيکو پرمختګ هم د تمې وړ دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای