د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په تاجکستان کې د م م د کډوالو چارو استازي ويتو تراني د مارچ په ٣٠مه نېټه په دوشنبه کې وويل، که ګڼ شمېر افغان کډوال تاجکستان ته ننوزي، د م م د کډوالو چارو اداره به د تاجکستان له حکومت سره مرستې وکړي.
نوموړي وويل، چې اوسمهال د افغانستان حالات نا ارام دي او امنيتي حالت يې د خرابېدو په حال کې دی. د م م د کډوالو چارو اداره، د تاجکستان حکومتي ارګانونه او بشري مرستندويه سازمانونه هر کال د مرسته کولو اړوند پلانونه بشپړوي، تر څو د ممکنو بېړنيو پېښو او د زياتو افغان کډوالو د ننوتنې په وړاندې ګامونه پورته کړي شي.
د تراني په قول، په ٢٠١٥ کال کې تاجکستان ته نژدې کندوز ولايت کې د افغان ملي ځواکونو او مخالفينو وسلوالو ترمنځ د جګړې له امله شاو خوا ٨٧ زره افغانان له خپلو کورونو څخه بې ځايه شوي دي، د تېر کال له سپتمبر څخه تر اکتوبر پورې په کندوز ولايت کې د شخړو له امله نور يو لک افغانان له خپلې سيمې څخه وتلي دي چې زياتره کسان يې د افغانستان ختيځ، لويديځ او کابل ته تللي دي. داسې شواعد نشته چې ګڼ شمېر افغان کډوال د تاجکستان سرحدي سيمې ته تللي دي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |