د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيلو امنيتي کبينې د مارچ د ٣٠مې نېټې په شپه د اردن سيند په لويديځه غاړه کې د يهوديانو د نويو انستوګنځايونو جوړونه تصويب کړه، تر څو له ناقانوني استوګنځايونو امونا څخه وتلي اوسيدونکي پکې ځای پر ځای شي.
دا د تېرو شلو کلونو راهيسې د اسرائيلي حکومت لومړی ځل دی چې د اردن سيند په لويديځه غاړه کې د يهوديانو د نويو استوګنځايونو جوړونې ته اجازه ورکوي. د اسرائيلو د صدراعظم دفتر د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې ياده پريکړه د کبينې د ټولو غړو په موافقه رايو شوې ده.
په اعلاميه کې راغلي چې صدراعظم نيتانياهو د مارچ د ٣٠مې نېټې په شپه د يهوديانو په اوسنيو استوګنځايونو کې د نويو ٢٠٠ کورونو جوړونې ته هم اجازه ورکړې او د امنيتي کبينې په غونډه کې يې اعلان کړی چې د اردن سيند په لويديځه غاړه کې نژدې ٨٨.٨ هکتاره فلسطيني ځمکه د اسرائيلو په قلمرو کې شامله ده.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |