CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت فنلنډ او امريکا ته د رئيس شي جين پينګ د سفر په اړه معلومات ورکړل

cri     (GMT+08:00) 2017-03-31 14:45:36

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت د مارچ په ٣٠مه نېټه د يوې خبري ناستې په جوړولو سره چيني او بهرنيو خبريالانو ته په فنلند او امريکا کې د رئيس شي جين پينګ د ديپلوماتيکو فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل.

د چين د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وانګ چاو وويل، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د اپريل له ٤مې نېټې څخه تر ٦مې نېټې پورې فنلنډ ته رسمي سفر وکړي. رئيس شي به د سفر په ترڅ کې له ولسمشر سولي نينيستو سره خبرې اترې وکړي، د هرکلي په مراسمو، د تړون لاسليک په مراسمو، مطبوعاتي غونډه او مېلمستيا کې به ګډون وکړي، او د دې هېواد له صدراعظم او پارلماني مشرې سره به وګوري.

د چين د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جنګ ځه ګوانګ وويل، چې رئيس شي به د اپريل له ٦مې نېټې څخه تر ٧مې نېټې پورې د امريکا د فلوريډا ايالت په مارالاګو کې د امريکا له ولسمشر دونالډ ټرمپ سره ملاقات وکړي. دا به د امريکا د نوي حکومت له لوړې وروسته د چيني او امريکايي مشرانو ترمنځ لومړۍ کتنه وي، نو ډېر مهم ارزښت لري. د دواړو هېوادونو مشران به خبرې اترې وکړي، رئيس شي جين پينګ او مېرمن يې پنګ لي يوان به د ولسمشر ټرمپ او د ده د مېرمنې ميلانيجا ټرمپ له خوا د هرکلي په مېلمستيا کې ګډون وکړي. دواړو خواوې به د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو او د علاقې وړ مهمو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو تبادلې وکړي، تر څو متقابل تفاهم پياوړی کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره راتلونکی او پلان روښانه کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای