CRI Online

د امريکا د بهرنيو چارو وزير ترکيې ته سفر وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-03-31 15:31:21

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريکس تيلرسون د مارچ په ٣١مه نېټه ترکيې ته سفر وکړ او په جلا جلا توګه يې د ترکيې له ولسمشر رجيب طيب اردوګان او صدراعظم بينليم يلديريم سره وکتل. دواړو خواوو د ترهګرۍ پر وړاندې د همکارۍ او له امريکا څخه د فتح الله ګولن د سپارلو په اړه بحث وکړ.

د ترکيې انادولو اژانس خبر ورکړ چې اردوګان له تيلرسون سره په عراق او سوريه کې د داعش د مصفيوي عملياتو په اړه بحث وکړ او په خبرو کې يې له تروريزم سره په مقابله کې له ((قانوني)) کوونکو سره د همکارۍ ارزښت ياد کړ. اردوګان يو ځل بيا وغوښتل چې امريکا دې فتح الله ګولن ترکيې ته وسپاري.

تيلرسون په خبري ناسته کې وويل، چې داعش ته د ماتې ورکولو، سيمه ييز ثبات د ساتلو او د دوه اړخيز اقتصادي تګ راتګ د پياوړتيا په شمول زما د دغه سفر ٣ موخې دي. هغه وويل، ترکيه د سيمه ييز ثبات په ساتلو کې د امريکا مهم ملګری دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای