د سين هوا اژانس د خبر له مخې په م م کې د امريکا دايمي استازې نيکي هيلي د روانې مياشتې په ديرشمه نېټه په نيويارک کې وويل چې له واک څخه د ولسمشر بشارالاسد لېرې کول به نور د دغه هېواد د بحران د حل لپاره د امريکا تر نظر لاندې و نه نيول شي.
نيکي هيلې په همدې ورځ يوه خبري ناسته کې زياته کړه سره له دې چې بشار الاسد د سوري بحران د حل په لار کې يو لوی خنډ دی ، خو امريکا اوس فکر نه کوي چې هغه دې له قدرت څخه ګوښه شي . د امريکا نوی حکومت د سوريې مسئلې د حل په غرض د همکارانو لټون ته د لومړيتوب حق ورکوي .
د امريکا د بهرنيو چارو وزير تليرسون په همدې ورځ ترکيې ته د سفر په موده کې خبريالانو ته وويل چې د بشارالاسد راتلونکي پخپله د سوري خلکو لخوا ټاکل کيږي ، خو هغه په دې هکله د امريکايي حکومت د دريځ بدلون په نسبت واضح ځواب ور نه کړ.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |