د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي د مارچ په ٣٠ مه نېټه وويل، چې تراوسه ايران پريکړه نه ده کړې چې د اپريل په پنځمه نېټه به په بروکسيل کې د سوريې مسئلې په اړه نړيواله غونډه کې ګډون وکړي او که نه.
نوموړي وويل، ايران په دغه غونډه کې د ګډون بلنه ترلاسه کړې، خو اوس تهران دا پريکړه په نظر کې نيولې چې دغې غونډې ته به د ايران بهرنيو چارو وزارت چارواکي واستوي او که نه.
د اپريل په پنځمه نېټه به اروپايي ټولنه، جرمني، کويټ، ناروې، قطر، بريتانيا او م م په ګډه سره په بروکسيل کې د سوريې او سيمې له راتلونکي سره د ملاتړ تر عنوان لاندې غونډې مشري وکړي او په دغه غونډه کې به د اروپايي ټولنې او د سيمو د وزيرانو په کچه ٧٠ پلاوي، د نړيوالې ټولنې، م م ، مرسته کوونکو، ولسي ټولنو او بشري مرستندويه ارګانونو استازي ګډون ولري.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |