د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د کمونيست ګوند مرکزي کميټې د مارچ په ٣١مه نېټه يوه غونډه تر سره کړه چې په کې د ٢٠١٦ کال د بېوزلۍ د له منځه وړلو په اړه د ولايتي ګوندي کميټې او د حکومتونو کاري راپورونه واورول شول او د بېوزلۍ د له منځه وړلو په اړه غوښتنې پکې وړاندې شوې.د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د غونډې مشري وکړه.
د غونډې د ګډون کوونکو په اند د بېوزلۍ د له منځه وړلو کارونه د چين د کمونېست ګوند او د هېواد په کارونو کې مهم مقام نيسي چې بايد د خلکو ګټو ته لومړيتوب ور کول شي.د بېلا بېلو کچو مشران دې د کمونېست ګوند واکمن بنسټ ټينګ کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |