CRI Online

په پاړاچنار کې د بريد له امله ٢٢تنه وژل شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-03-31 20:06:41

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د پاکستان خبري رسنيو خبر ورکړ چې د مارچ د ٣١مې نېټې په سهار د دغه هېواد په شمال لوېديځ کې د کرمې سيمې په پاړاچنار بازار کې د بريد له امله لږ تر لږه ٢٢تنه وژل او ٧٠ تنه نور ټپيان شوي دي.

تر اوسه پورې هېڅ ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نده اخيستې.د پاکستان صدراعظم نواز شريف د دې پېښې غندنه وکړه او ژمنه يې وکړه چې په پاکستان کې به وسله وال له منځه يووسي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای