CRI Online

په ژنيو کې د سوريې مسئلې د ۵مې دورې سوله ييزې خبرې اترې پای ته ورسېدې.

cri     (GMT+08:00) 2017-04-01 08:55:56

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې مسئلې په اړه د م م د عمومي سکريتر ځانګړي استازي ښاغلي ده ميستورا د مارچ په ۳۱مه نيټه په ژنيو کې اعلان وکړ چې د سوريې مسئلې په اړه د ۵مې دورې سوله ييزې خبرې اترې په همدې ورځ پای ته ورسېدې. د م م په منځګړيتوب سره د سوريې حکومت او مخالفينو استازيو د څلور کڅوړه ييزو موضوعاتو په اړه واقعي خبرې اترې سره وکړې، خو هېڅ سوله ييز تړون ته په هوکړې نه دي رسیدلي. بېلا بېلو خواوو موافقه کړې چې په يو مناسب وخت کې به  د ۶مې دورې خبرې اترې بيا تر سره کړي.

د مارچ له ۲۴مې نيټې څخه ښاغلي ده ميستورا په جلا جلا توګه د سوريې حکومت او مخالفينو له استازيو سره خبرې وکړې، د سوريې د مختلفو خواوو ترمنځ مستقيمې خبرې اترې په دغه دوره کې تر اوسه  پورې  رامنځته شوی پرمختګ دی .

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای