د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د عراق پوځ د مارچ په ۳۱مه نيټه خبر ورکړ چې د عراق هوايي پوځ په همدې ورځ د داعش پر څو پټنځايونو هوايي بمباري وکړه او څه دپاسه ۱۵۰ تنه ترهګران يې ووژل.
د عراق پوځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د اړوندو استخباراتي معلوماتو له مخې د دغه هېواد هوايي پوځ سوريې پولې ته نژدې په بعج علاقه دارۍ کې د داعش پر درېيو پټنځايونو هوايي بمباري وکړه.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |