CRI Online

ای ام اېف په لومړي ځل په نړۍ کې د ژن مين بي يوانواسعارو د ذخيرې په اړه معلومات خپاره کړل

cri     (GMT+08:00) 2017-04-01 17:49:03

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، پيسو نړيوال صندوق يعنې ای ام اېف د مارچ په ٣١ مه نېټه په لومړي ځل په نړۍ کې د ژن مين بي يوانو د اسعارو ذخيرې د ساتلو په اړه معلومات خپاره کړل.

د اي ام اېف لخوا خپاره شوي معلومات ښيي د تېر کال تر څلورمې ربعې پورې د ژن مين بي يوانو اسعارو ذخيره ٨٤ مليارډو او ٥١٠ مليونو امريکايي ډالرو ته رسيدلی او دغه شمېر د ای ام اېف په رپوټ کې د شمېرل شويو بهرنيو پيسواسعارو په عمومي ذخيرو کې ١.٠٧٪ برخه جوړه کړې ده.

ای ام اېف د تېر کال له اکتوبر څخه د رسمي بهرنيو اسعارو په ذخيرو کې د پيسو د جوړښت په اړه خپله پلټنه کې په ځانګړي توګه د ژن مين بي يوانو سرمايه شمېرلې چې له دې څخه په نړۍ کې د ژن مين بي يوانو اسعارو د ذخيرې د ساتلو حالت ښکاريږي. له دې وړاندې ای ام اېف ويلي و چې دا د بازار د اصلاحاتو له لارې د ژن مين بي يوانو د نړيوال کېدو لپاره د چين د هڅو څرګندونه کوي.

چين د ٢٠١٥ کال له سپتمبر څخه ای ام اېف ته د بهرنيو اسعارو په ذخيرو کې د پيسو د جوړښت شمېره ورکړې چې دا د پولي شمېرو د شفافيت د لوړولو لپاره د چين يو مهم ګام بلل کيږي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای