د سین هوا اژانس دخبر له مخې، د روانې میاشتې په ۲ نیټه د پاکستان د پنجاب ایالت د سرګودا سیمې په یو زیارت کې د وژنې پېښه شوې چې شل تنه وژل شوي دي.
د دې سیمې مرستیال علی چاته ویلي چې کله ځینو کسانو په دی ځای کې مذهبي فعالیت ترسره کاوه، د دغه ډلې مشر عبدال وحید له خپلو ۵ تنو مرستیالانو سره د ځینو دواګانو په وسیله لومړی دوی بی هوښه کړي او بیا یی په چاړو او لرګیو وژلي دي.
هغه زیاته کړه چې ښایی وحید رواني ناروغي ولري.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |