CRI Online

د داعش مهم مشر وژل شوی

cri     (GMT+08:00) 2017-04-02 16:23:29
د داعش مهم مشر وژل شوی

د سین هوا اژانس دخبر له مخې په دې وروستیو ورځو کې د عراق حکومتي پوځ له خوا د دې هیواد په لویدیځه برخه کې د یوې هوایي بمبارۍ په مهال کې د داعش دوهم مشر عیاد حمید جومیلی وژل شوی دی.

د عراق حکومتي تلویزیون په همدې ورځ وویل چې حکومتي پوځ سوریې ته په نږدی سرحدي سیمه کې بمباري کړې وه چې په ترڅ کې یی جومیلی وژل شوی دی.

ویل کیږي چې په داعش کې جومیلی له مشر ابو بکر بغدادی وروسته دوهم کس و.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای