CRI Online

چین: امریکا باید د نړیوالو قوانینو سره سم تجارتي کاروبار وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-02 16:39:54
چین: امریکا باید د نړیوالو قوانینو سره سم تجارتي کاروبار وکړي

د سین هوا اژانس دخبرله مخې د مارچ میاشتې په وروستۍ ورځ کې د امریکا جمهوررئیس دونالد ترومپ دوه تجارتي حکمونه لاسلیک کړل چې د امریکا د تجارت له منفي بیلانس سره تړاو لري او د تجارتي پالیسۍ د تنظیمیدو لپاره لار هوارول بلل کیږي.

د چین د تجارت وزارت ویاند په دې اړه ویلي دي چې دواړو خواوو د چین او امریکا د تجارت د نابرابرۍ په اړه د ډیرو کلونو بحثونه کړي دي او په ریښتیا، سبب او اغیزه ښه پوهیږي.

دغه ویاند هم وویل چې د چین او امریکا ترمنځ تجارت د ګډې همکارۍ او ګډو ګټو پر بنسټ د اقتصاد د نړیوال کیدو له تمایل سره سمون خوري چې د دواړو خواوو خپل جوړښتونه او اړتیاوې څرګندوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای