د سین هوا اژانس دخبر له مخې د امریکا دفاع وزارت د اپریل میاشتې په لومړی نیټه وویل چې له ۲۰۱۴ کال راهیسی د داعش پرضد د امریکا په مشرۍ جګړه کې یې لږ تر لږه ۲۲۹ تنه عام خلک وژلي دي.
د ۲۰۱۴ کال په اګیست میاشت کې امریکا په عراق کې د داعش پر موخو هوایي بمبارۍ پیل کړی او په همدی کال کې یې ساحه سوریې ته پراخه کړی او یو نړیوال اتحاد یې هم جوړ کړی دی. له هغه وخته د روان کال تر فبرورۍ پوری یاد نړیوال اتحاد په عراق او سوریه کې څه دپاسه ۱۸ زره ځلې هوایي بمبارۍ کړي دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |