CRI Online

په کلمبيا کې د خټو او ډبرو د ښوييدو له امله ٢٣٤ تنه مړه شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-02 20:44:45

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د کلمبيا د سره صليب ټولنې د اپريل په لومړېۍنېټه ماښام د دې خبر پخلی وکړ چی د دغه هېواد په جنوب لويديځ د پوتومايو ولايت په مرکز موکوا ښار کې په همدې ورځ د خټو او ډبرو د ښوييدو له امله ٢٣٤ تنه مړه شوي او ٢٢٠ تنه ټپيان شوي دي.

د کلمبيا ولسمشر جوان منويل سانتوس کالديرون له مصيبت ځپلو سيمو څخه د ليدنې په وخت کې وويل دغې سيمې سره به د درملنې او پيسو مرستې وکړي. د مسلسلو څو ورځو د سخت باران له امله د موکوا ښار په زياتو سيمو کې د خټو او ډبرو د ښوييدو پېښې رامنځته شوي چې له امله يې ډېر کورونه او پلونه ويجاړ شوي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای