د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران اسلامي جمهوريت اژانس د اپريل په دوهمه نېټه خبر ورکړ چې ايران غواړي له روسيې څخه د سوخوي سوپر ١٠٠ ډول ١٠٠ ملکي الوتکې واخلي. تر اوسه ايران له روسيې سره د ١٢ دغو الوتکو د اخيستلو په اړه تړون لاسليک کړی دی.
په خبر کې د روسيې د انرژۍ وزير اليکسندير نواک په قول راغلي چې روسيه له ايران سره همکاري کوي او ايران ته د سوخوي سوپر ١٠٠ ډول ملکي الوتکې برابروي. روسيې ايران ته د ١٢ الوتکو د خرڅلاو مشخص تړون تاييد کړی او فکر کوي چې په نژدې راتلونکي کې به ايران ته نورې ٣٠ الوتکې وپلوري.
ايران له ايربس شرکت سره د ١٠٠ الوتکو د اخيستلو او د امريکا له بوينګ شرکت سره يې د ٨٠ الوتکو د اخيستلو تړونونه لاسليک کړي دي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |