د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اپريل په ٢مه نېټه د ايران د کورنيو چارو وزارت د انتخاباتو کميسيون مشر علي اصغر احمدي وويل، د ايران د ١٢مې دورې ولسمشريزو ټولټاکنو د کانديدانو نوم ثبتولو کار به د روانې مياشتې په ١١مه نېټه پيل شي او تر ١٦مې نېټې پورې به ختم شي.
نوموړي وويل، سږ کال به د ولسمشريزو ټولټاکنو کانديدانو د نوم ثبتولو کار يوازې د کورنيو چارو وزارت په مقر کې ترسره شي.
د ايران ولسمشريزې ټاکنې او د ښارونو او ولسواليو د کمېټو د پنځمې دورې انتخابات به د راتلونکی می په مياشت کې ترسره شي. د دې هېواد اوسني ولسمشر حسن روحاني وويل چې هغه به د ١٢مې دورې په ولسمشريزو ټاکنو کې نوماند او سيالي وکړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |