CRI Online

تېر کال د چين د الکترونيکي او معلوماتي صنعت عايدات ٩٨٢٠ مليارډه يوانه و

cri     (GMT+08:00) 2017-04-03 09:25:06

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، تېر کال د چين د الکترونيکي او معلوماتي صنعت عايدات ٩٨٢٠ مليارډه يوانه و او د ګرځنده تلېفونونو، تلويزيونونو او کمپيوترونو توليداتي اندازې په نړۍ کې تر ټولو لوړې وې.

دغه معلومات د اپريل په ٢مه نېټه د چين د صنعت او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت مرستيال چن جاو شيونګ په شنجن ښار کې د چين د معلوماتي تکنالوژۍ په سرمشريزه غونډه کې ورکړل.

نو موړي وويل، د تېرو کلونو راهيسې د چين د معلوماتي تکنالوژۍ صنعت په چټکۍ سره پرمختګ کړی او په اقتصادي او ټولنيز پرمختګ کې يې مثبت رول لوبولی او لوبوي يې. د معلوماتي تکنالوژۍ صنعت له نورو چارو او صنايعو سره د ژور پيوستون وروسته د دوديزو صنايعو د بشپړوالي او د نويو اقتصادي پرمختګونو لپاره ګټور دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای