CRI Online

په هلمند کې ٩ عام وګړي په پوځي عملياتو کې ووژل شول

cri     (GMT+08:00) 2017-04-03 10:36:44

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د هلمند ولايت وياند د اپريل په ٢مه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې په همدې ورځ ٩ عام وګړي په پوځي عملياتو کې ووژل شول، د دې پېښې پلټنه روانه ده.

د يوه ځايي چارواکي په قول، ملي ځواکونو او د ايساف ځواکونو په همدې ورځ د ګريشک ولسوالۍ په يو کور کې د طالبانو وسله تون پيدا کړ او ورپسې يې ورته چاودنه ورکړه چې له امله يې شاو خوا کورونه ويجاړ شول. په يو ويجاړ شوي کور کې د ٣ ښځو او ٤ ماشومانو په شمول ٩ عام وګړي او ٢ وسلوال طالبان مړه شوي دي.

طالبانو د همدې ورځ په وختی تاييد کړې چې ٢ غړي يې په ګريشک کې له امنيتي ځواکونو سره اخ وډب کې وژل شوي دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای