د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي يانګ جيې چي د اپريل په ٢مه نېټه د امريکا د بهرنيو چارو له وزير ريکس تيليرسون سره تلېفوني خبرې اترې وکړې.
يانګ جيې چي وويل، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د امريکا د فلوريډا ايالت په مارالاګو کې له ولسمشر ټرمپ سره ملاقات وکړي چې دا اوسمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ په ديپلوماتيکو چارو کې لومړی مهم کار دی او په نوې مرحله کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګښت او د اسيا او ارام سمندر سيمې حتی د ګردې کرې د سولې، ثبات او سمسورتيا لپاره مهم ارزښت لري. هيله لرم چې دواړه خواوې په يو لور ګامونه پورته کړي او د ياد ملاقات د برياليتوب لپاره ګډ کوښښونه وکړي.
تيليرسون وويل، چې ولسمشر ټرمپ د رئيس شي جين پينګ سفر ته سترګې په لار دی. د دواړو مشرانو ترمنځ کتنه د امريکا او چين ترمنځ د راتلونکي لپاره مهمه ده. امريکا به تر وسې پورې په ښه توګه د تيارۍ چارې تر سره کړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |