CRI Online

د م م سرمنشي غوښتنه وکړه چې بايد د اوتيزم ناروغانو ته برابر فرصتونه او حقونه ورکړی شي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-03 10:19:51

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انتونيو ګوټريس د اپريل په ٢مه نېټه له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې بايد د اوتيزم ناروغانو په وړاندې بيه بدله کړي او دوی ته برابر فرصتونه او حقونه دې ورکړي.

د اپريل ٢مه نېټه د اوتيزم ناروغۍ په اړه د پوهاوي د پياوړتيا له نړيوالې ورځې سره برابره وه. ګوټريس وويل، د معيوبينو په اړه د م م د حقونو تړون له مخې، د اوتيزم ناروغان د ټولنې غړي دي او خپل قانوني حقوق لري. نړيواله ټولنه بايد دا تصديق کړي چې د اوتيزم ناروغان د خپلو حقوقو د اداره کولو او خپل انتخاب د کولو په وخت کې دوي ته لازم اسانتياوې او ملاتړ برابر کړي.

د ٢٠٠٧ کال په دسمبر کې د م م اسامبلۍ پرېکړه وکړه چې له ٢٠٠٨ کال څخه د هر کال د اپريل ٢مه نېټه د اوتيزم ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي د پياوړتيا نړيواله ورځ وټاکله. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای