د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، ځکه چې د امريکا له خوا د لګول شويو بنديزونو له امله ايران ته د امريکايي بانکي سيستم د کارولو اجازه نشته، اوس د انرژۍ په برخه کې زياتې لويې اروپايي تصدۍ د ايران د نفتو او طبيعي ګازو د استخراج په چارو کې زړونه نه ښه کوي. خو د فرانسې د انرژۍ لويه تصدۍ (( ټوټال)) له هغو اروپايي تصديو څخه يوه ده چې په ايران کې کار و بار ته زړه ښه کړي. د ايران د خبري رسنيو د خبر له مخې، پر ايران د امريکا د لګول شويو پولي بنديزونو له خطرونو څخه د ډډه کولو په موخه، (( ټوټال)) تصدۍ په دې هڅه کې ده چې له ايران سره د بانکي تګ راتګ لپاره خپله لار جوړوي.
د ټوټال لومړی اجراييوي مشر پتريک پوياني څو ورځې مخکې وويل، چې د امريکا له خوا د لګول شويو پولي بنديزونو په وړاندې، تصدۍ له ايران سره د بانکي چارو د کانال د جوړولو په هڅه کې ده. تصدۍ څو بانکونه پيدا کړي کوم چې منځنۍ پيمانه لري او په ايران کې د چارو پرمختګ غواړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |