CRI Online

د شي جين پينګ ليکنه په فنلنډي ورځپاڼه کې خپره شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-04-03 12:20:06

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، فيلنډ ته د سفر د پيل په درشل کې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فنلنډ په هلسينګين ټايمس ورځپاڼه کې د تاريخې دوستۍ تر سرليک لاندې يوه ليکنه خپره کړه.

په دې ليکنه کې راغلي چې فنلنډ له هغو لويديځو هېوادونو څخه يو دی چې لومړی يې له چين سره سياسي اړيکې ټينګې کړې، او لومړی لويديځ هېواد دی چې له چين سره د حکومتونو ترمنځ يې تجارتي تړون لاسليک کړ. د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ ژورې ملګرتيا د دوه اړخيزو اړيکو د ټينګېدو ټينګ بنسټ اېښی دی. د چين او فنلنډ ترمنځ اقتصادي همکاري د دواړو خواوو لپاره ګټوره ده . د دواوړو هېوادونو د خلکو ترمنځ تګ راتګ نژدې او کلتوري تبادلې سمسورې دي.

اوسمهال اروپايي حالات له لويو بدلونونو سره مخامخ دي. زموږ په اند اروپايي يووالی د تاريخي پرمختګ له جريان سره سمون لري، د اروپا سمسورتيا او ثبات د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره ګټور دی، باور لرو چې اروپا د ننګونو د حل توان لري. په دې بهير کې چين د اروپا د باور وړ ملګری دی. چين او اروپا بايد د ورخلاصون او ګډې سمسورتيا په نظر د نړيوالې سولې او سمسورتيا لپاره په ګډه خدمتونه وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای