د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د يکشنبې په ورځ ماسپښين د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د يوې ټرافيکي پېښې له امله لږ تر لږه ٧ افغانان مړه شوي او ٣ تنه نور ټپيان شوي دي.
د پاکستان او ايران ترمنځ سرحد ته نژدې د بلوچستان په چاګي سيمه کې يو بارداره موټر چې پکې افغان مسافرين سپاره وو، له يوې ګاډۍ سره مخامخ ټکر وکړ.
ټپيان نژدې روغتون ته او مړي د بلوچستان د مرکز کوېټې يو روغتون ته ليږدول شوي دي. د مړ شويو افغانانو مشخص هويت نه دی څرګند شوی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |