CRI Online

فنلند ته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سفر په اثر به د دواړو هېوادونو تر منځ همکاری وهڅول شي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-03 16:07:40

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د فلند د ولسمشر سولي ننستو په بلنه، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د اپريل له ٤ مې نېټې څخه تر ٦مې نېټې پورې له فنلند څخه رسمي ليدنه وکړي. له دې څخه مخکې په فنلند کې د چين سفير چن لي د فنلند په پلازمينه هلسينګي کې زموږ د راډيو له خبريال سره مرکه کړې ده. هغه وويل، د رئيس شي جين پينګ دغه سفر به په نوې زمانه او نويو نړيوالو حالاتو کې د دواړو هېوادونو تر منځ همکاري زياته او وهڅوي.

ښاغلي چن لي د ٢٠١٦ کال په پای کې په فنلند کې د چين د سفير په توګه دنده پر غاړه اخيستې ده او يو ځوان او د ښو ډيپلوماتيکو تجربو لرونکی ډيپلومات دی. هغه د رئيس د دې سفر په اړه خبريال ته وويل

(( دا له ٢٢ کالونو وروسته د چين مشر له فنلند څخه رسمي ليدنه ده او له دې څخه ښکاري چې چين له فنلند سره دوستانه اړيکو ته ډېره پاملرنه کوي، نو دغه ليدنه دواړو هېوادونو لپاره ستر تاريخي ارزښت لري. د ليدنې په ترڅ کې به رئيس شي جين پينګ د فنلند له مشرانو سره د دوه اړخيزو اړيکو او د ګډې علاقې وړ مسئلو په اړه د نظريو تبادلې وکړي. د رئيس شي جين پينګ دغه سفر به د دواړو هېوادونو په اړيکو کې مرحله ييزه نښه وګرځي. ))

ښاغلي چن لي وويل، فنلند له هغو لوېديځو هېوادنو څخه يو دی چې لومړی د چين له ولسي جمهوريت سره يې ډيپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړې. د دواړو هېوادونو تر منځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ٦٧ کلونو راهيسې د دواړو خواوو په ګډو کوښښونو سره، د چين او فنلند اړيکې په نړۍ کې د بېل تاريخ، کلتور او ټولنيز نظام لرونکو هېوادونو په سوله کې د ګډ ژوند او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ په اړه يوه نمونه ګرځېدلې ده. د ٢٠١٣ کال په اپريل کې د فنلند ولسمشر سولي ننستو له چين څخه د رسمي ليدنې په وخت کې له رئيس شي جين پينګ سره د دواړو هېوادونو تر منځ د نوی ډول همکاريزو اړيکو د ټينګېدو په اړه موافقې ته رسېدلی و. له څلورو کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو تر منځ په اړيکو کې ستر پرمختګ رامنځته شوی دی.

ښاغلي چن لي وويل، اوس د چين او فنلند تر منځ اړيکې په تر ټولو ښه تاريخې زمانه کې دي او د ګړندي پرمختګ په حال کې دي. دواړه هېوادونه د اقتصادي جوړښت د بدلون او اصلاح په کليدي موده کې دي او بايد په بېلا بېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړی کړي. هغه د دواړو هېوادونو د همکارۍ څلور مهمې برخې يادې کړې او و يې ويل

((لومړی د يوه کمربند او يوې لارې د جوړونې تګلارې په چوکاټ کې همکاري. فنلند د يوه کمربند او يوې لارې په شمال لوېديځ کې په غځېدلې لار کې پروت دی او د بالتيک سمندر چاپېره سيمه کې د مساعد جغرافيايي موقعيت، تکنالوژۍ، سرچينو او متخصصو کسانو څرګنده وړتيا لري. فنلند تل د يوه کمربند او يوې لارې د جوړونې په اړه د چين له وړانديز څخه ملاتړ کړی او کوي يې. د ٢٠١٥ کال په اپريل کې فنلند د اسيا د پانګونې بانک د بنسټ ايښودونکی غړی هېواد ګرځېدلی. اوس چين او فنلند د خپلمنځي لا زياتو همکاريو د ترسره کولو او اسيا او اروپا تر منځ د تګ راتګ هڅولو په اړه په بحث بوخت دي. ))

ښاغلي چين لي وويل، له دې نه پرته، چين او فنلند د شمالي قطب چارو، د شمالي اروپا د دوهمې درجې سيمه ييزې همکارۍ او د نړيوالو چارو په برخو کې هم د همکارۍ پټ توان لري. ده وويل

((باور لرو چې فنلند ته د رئيس دغه سفر به په نوې زمانه او نويو نړيوالو حالاتو کې د چين او فنلند تر منځ د همکارۍ د پياوړتيا لپاره حياتي ځواک برابر کړي او د نړۍ د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره به نوي خدمتونه ترسره کړي. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای