CRI Online

ملکولم تورنبول: د افغانستان او استراليا ترمنځ اړيکې ټينګې دي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-03 16:26:42

د استراليا صدراعظم ملکولم تورنبول استراليا ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د رسيدو د هرکلي په وخت کې وويل، چې افغانستان او استراليا ترمنځ اړيکې ټينګې دي.

محمد اشراف غني لومړی افغان ولسمشر دی کوم چې استراليا ته سفر کوي. هغه به په ٣ ورځني سفر کې د استراليا له مشرانو سره د سيمه ييز امنيت او د عامو چارو او ښځو حقوق په برخو کې د همکارۍ په اړه بحثونه وکړي.

تورنبول د يکشنبې په ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د افغانستان او استراليا ترمنځ اړيکې ټينګې دي چې له پېړۍ نه د اوږد تاريخ راهيسې د دواړو هېوادونو او خلکو ترمنځ له تګ راتګ څخه راغلې دي.

نوموړي وويل، د افغانستان د سمسورتيا، امنيت او د خپلواکې ادارې په غرض د امنيت او پرمختګ په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانې همکارۍ په اړه بحثونه د دې سفر عمده موضوع ده.

له استراليا څخه د غني دغه سفر به تر چارشنې ورځې دوام ولري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای