CRI Online

د م م امنيت شورا د روسيې په سان پيترزبورګ کې د مترو په تمځای کې د چاودنې سخته غندنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-04-04 08:39:05

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د م م د امنيت شورا د اپرېل په ٣مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره په همدې ورځ د روسيې په سان پيترزبورګ کې د مترو په تمځای کې د چاودنې سخته غندنه وکړه او د بريدګر د نيولو غوښتنه يې کړې.

په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې د امنيت شورا په قول هر ډول ترهګري نړيوالې سولې او امنيت ته سخت ګواښونه رسوي او بايد په پوره توګه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وکړي او ترهګر،د ترهګريزو پېښو جوړوونکي،پانګه اچونکي او ملاتړ کوونکي دې ونيول شي.اړوند هېوادونه بايد له نړيوالو قوانينو او د امنيت شورا له اړوندو پرېکړه ليکونو سره سم په دې برخه کې د روسيې له حکومت سره فعاله همکاري وکړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای