د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د روسيې د سان پيترزبورګ د مترو شرکت د اپرېل د ٣مې نېټې په شپه خبري رسنيو ته وويل چې له چاودنې وروسته د دغه ښار مترو د خلکو پرمخ پرانيستې ده او کارونه په عادي توګه روان دي .د دغه هېواد ترهګرۍ ضد کميټې د تازه شمېرنې له مخې،د چاودنې له امله ١١ تنه وژل شوي او ٤٥ تنه نور ټپيان شوي دي.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د روانې مياشتې د ٣مې نېټې په شپه د سان پيترزبورګ د مترو په سټېشن کې پر وژل شويو کسانو خواشيني څرګنده کړه.د روسيې د لوی څارنوالۍ په قول ياده پېښه ترهګريزه پېښه ده.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |