د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه د اپريل په ٣مه نېټه په بروکسيل کې تر سره شوه. غونډې د سوريې په اړه د اروپايي ټولنې ستراتيژيک سند تصويب کړ او په سوريه کې د شخړې له اړوندو خواوو څخه يې غوښتنه وکړه چې شخړه پای ته ورسوي او د بشري مرستو لپاره زمينه برابره کړي.
نوموړې غونډې په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د سوريې شخړه په مستقيمه توګه پر اروپايي ټولنې اغېزه لري، نو د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه د سوريې مسئلې په وړاندې د اروپايي ټولنې د ستراتيژيک چوکاټ بشپړوالي سره موافقه کوي.
په تصويب شوي سند کې راغلي چې د سوريې په اړه د اروپايي ټولنې په ستراتيژيکو موخو کې د سياسي انتقال له لارې د سولې رامنځته کول، د بشر دوستۍ پر وخت موثرې مرستې، د سوريې د ملي روغې جوړې په بهير کې مرسته کول او له ټولنيزې بيا رغونې څخه ملاتړ کول شامل دي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |