د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د فرانسې د کورنيو چارو وزارت د اپرېل په ٣مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې په همدې ورځ د روسيې په سان پيترسبورګ کې د مترو تر چاودنې وروسته د فرانسي د پاريس په شاوخوا سيمه کې د عامه ترانسپورټ د امنيت ساتلو کارونه پياوړي شوي دي.
په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې د ترهګريزو ګواښونو په وړاندې به د فرانسې حکومت په پر له پسې توګه د خلکو د ساتلو لپاره کوښښ وکړي.
د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ د روانې مياشتې په ٣مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د دغه هېواد ولسمشر فرانسيوس هولانډ د وژل شويو کسانو کورنيو غړيو سره خواخوږي څرګندوي،فرانسه به پر وخت روسيې ته مرستې برابرې کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |