د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د روسيې د سان پيترزبورګ د مترو شرکت د اپرېل د ٣مې نېټې په شپه خبري رسنيو ته وويل چې په همدې ورځ د سينايا پلوسچاد او ټېکنالوجيچيسکي انسټيټوټ د مترو د سټيشن نه پرته په دغه ښار کې مترو د خلکو پرمخ پرانيستې ده او اړوند کارونه په عادي توګه روان دي.د روسيې د ترهګرۍ ضد کميټې د تازه شمېرنې له مخې،د ترهګريزې پېښې له امله ١١ تنه وژل شوي او ٤٥ تنه نور ټپيان شوي دي. د روسيې د لوی څارنوالۍ په قول ياده پېښه ترهګريزه پېښه وه.په همدې ورځ د م م سرمنشي انتونيو ګوتيريس او امنيت شورا په جلا جلا توګه د اعلاميو په خپرولو سره د دې پېښې غندنه وکړه.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د روانې مياشتې د ٣مې نېټې په شپه د سان پيترزبورګ ټېکنالوجيچيسکي انسټيټوټ د مترو په سټېشن کې پر وژل شويو کسانو خواشيني څرګنده کړه.د م م سرمنشي انتونيو ګوتيريس په ٣مه نېټه د خپل وياند له لارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د يادې پېښې غندنه وکړه.امنيت شورا هم په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره په سان پيترزبورګ کې د مترو په تمځای کې د چاودنې سخته غندنه کړې او د بريدګر د نيولو غوښتنه يې کړې ده.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |