د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د شمېرنې ادارې د صنعت مديريت د صنعتي ګټو څانګې مشر هه پينګ په وروستيو ورځو کې خبر ورکړ چې د روان کال په جنورۍ او فبرورۍ کې په چين کې د لويې پيمانه لرونکو صنعتي چارو ګټې په څرګند ډول لوړې شوې دي.
د چين د شمېرنې ادارې د تازه شمېرنې له مخې،د روان کال په جنورۍ او فبرورۍ کې په چين کې د لويې پيمانه لرونکو صنعتي چارو عمومي ګټې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٣١ اعشاريه ٥ سلنه زياتې شوي او د زياتوالي سرعت يې د تېر کال د دسمبر په پرتله ٢٩ اعشاريه ٢ سلنه چټک شوی دی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |