CRI Online

د فنلنډ د هيلسينکي تايمز په ورځپاڼې کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ يوه مقاله خپره شوه.

cri     (GMT+08:00) 2017-04-04 10:07:41

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، پر ځايي وخت د اپريل په درېيمه نېټه له فنلنډ څخه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د رسمي ليدنې د پيل نه مخکې د دغه هېواد د هيلسينکي ټايمز ورځپاڼه کې د تاريخي دوستۍ تر عنوان لاندې د ده يوه سر مقاله خپره شوه. د دغې ورځپاڼې عمومي مدير اليکس کوروس زموږ د راډيو له خبريال سره مرکې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دايمي دوستۍ او همکاريو لوړه ستاينه وکړه . هغه هيله لري چې دغه ليدنه د دوه اړخيزو اړيکو د ټينګښت لپاره ګټوره وي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د فنلنډ د ولسمشر ساولي واينامو نينيستو په بلنه د اپريل له څلورمې نېټې نه تر شپږمې نېټې پورې له فنلنډ څخه رسمي ليدنه وکړي. د هيلسينکي ټايمز ورځپاڼې عمومي مدير اليکس کوروس وويل، چې رئيس شي په خپله مقاله کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوديزې دوستۍ لوړه ستاينه وکړه او د اوسنيو نړيوالو اوضاعو ارزونه يې وکړه. دغه راز، رئيس شي د ګډو ګټو پر بنسټ د دوه اړخيزو همکاريو د پياوړتيا هيله څرګنده کړه. ده وويل، 

زما په اند، د فنلنډ او چين ترمنځ دوستي د دغې مقالې عمده مطلب دی. د دې ترڅنګ په دغه مقاله کې هيله هم څرګنده کړې ده چې په راتلونکي کې دوه اړخيزې دوستي لا نورې ټينګې شي. بر سېره پردې، که څه هم موږ د اروپايي ټولنې او نړۍ په منځ کې واقع يو او زموږ په وړاندې ځينې د نا ارامۍ عوامل او نظرونه شته. خو له دغې مقالې څخه برابرۍ څرګندېږي. نو زما په اند، له دې څخه څرګندېږي چې چين په اوسنۍ نړۍ کې د برابرۍ د ساتنې لپاره يو مهم ځواک دی.

هيلسينکي ټايمز ورځپاڼه په فنلنډ کې اغيزمنه مشوره ورځپاڼه ده او يوازنۍ هغه ورځپاڼه هم ده چې په انګليسي ژبه انټرنيټي پاڼه لري. مخکې تر دې د زياتو هېوادونو مشرانو په دغه ورځپاڼه کې مقالې خپرې شوې دي. ښاغلي کوروس وويل، 

پخوا مو د فنلنډ د ولسمشر، پخواني ولسمشر او د قزاقيستان په شمول د ځينو هېوادونو د مشرانو مقالې خپرې کړې دي. خو زموږ لپاره دا ځل تر ټولو ډېر مهم دی.

نوموړي وويل، چې له يادې مقالې نه پرته، دغه ورځپاڼه به له فنلنډ څخه د رئيس شي د ليدنې په اړه جدي خبرونه خپاره کړي. ده وويل،

له يادې مقالې نه پرته، موږ به د دغې ليدنې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو نظرونو په اړه خبرونه خپاره کړو. زما په اند، د فنلنډ نورې خبري رسنۍ هم دې ته پاملرنه وکړي.

نوموړي زياته کړه چې سږ کال د فنلنډ د جوړېدو له سلمې کاليزې سره برابر دی. نو په دې وخت کې له فنلنډ څخه د رئيس شي ليدنه ډېر مهم ارزښت لري. ده وويل،

زما په اند، دا د فنلنډ لپاره ډېر اهميت لري. له دې څخه څرګندېږي چې د فنلنډ او چين ترمنځ اړيکې نژدې دي. سږ کال د فنلنډ د جوړېدو له سلمې کاليزې سره برابر دی. دا يو ډېر ښه فرصت دی. نو په دې اند يم چې په راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې نوې مرحلې ته پياوړې شي.

ښاغلي کوروس څو څو ځله چين ته سفرونه کړي دي. د چين چټک پرمختګ او غټ خوځنده ځواک د ده په زړه کې ژورې خاطرې پاتې کړې دي. هغه په دې اند دی چې چين تل په زياتو ساحو کې د نړيوالو چارو د برابرۍ د ساتلو لپاره مثبت رول لوبوي. فنلنډ او چين به د چاپيريال د ساتنې، د انټرنيټي خدمتونو، د طب او درمل، په سمندر کې د ټرانسپورټ، د بيړيو د جوړونې او سوداګرۍ په ساحو کې لا ښې همکارۍ وکړي. هغه هيله لري چې د دغې ليدنې په ترڅ کې به د اقتصاد او کولتور په برخو کې دوه اړخيز تګ راتګ پياوړی شي. ده وويل،

هيله لرم چې د دغې ليدنې په موده کې د دوه اړخيزو همکاريو په باب لا زيات ښه خبرونه خپاره شي او د دواړو هېوادونو تصدۍ د اوسنيو حالاتو پر بنسټ لا زياتې همکاري وکړي. بر سېره پردې، هيله لرم چې په فنلنډ کې چينايان په مثبته توګه د کولتور په تګ راتګ کې برخه واخلي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای