CRI Online

د فنلنډ او چين ترمنځ د سوداګرۍ ټولنې مشرې: په فنلنډ کې د چين پانګونه د دواړو خواوو لپاره ګټوره ده

cri     (GMT+08:00) 2017-04-04 10:27:22

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، فنلنډ ته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سفر په وړاندې، د فنلنډ او چين ترمنځ د سوداګرۍ ټولنې مشرې پيوي لېوو د اپريل په ٣مه نېټه د چين د نيوز اژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل، د تېرو څو کلونو راهيسې د فنلنډ او چين ترمنځ اقتصادي او تجارتي همکارۍ په چټکۍ سره پرمختګ کړی، په تيره بيا په فنلنډ کې د چيني تصديو پانګونه د دواړو خواوو لپاره ګټوره ده.

نوموړې د رئيس شي جين پينګ د سفر د ممکينو لاسته راوړنو په اړه خوشبينه ده. د دې په اند د يوه کمربند او يوې لارې د ابادۍ په حال کې د فنلنډ او چين ترمنځ د همکارۍ په دريو برخو کې ښه فرصتونه شته. لومړی د ټرانسپورټ او ټرافيک په برخه کې همکاري. فنلنډ د اروپا او اسيا ترمنځ د ځمکني او هوايي ټرافيک پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري. دوهم، د پاکې انرژۍ په برخه کې همکاري. فنلنډ غواړي د بيلوژيکې انرژۍ، او د بيلوژيکې انرژۍ او کثافاتو په وسيله د برېښنا توليد په برخو کې له چين سره همکاري پياوړې کړي. درېيم د ديجټالي اقتصاد په برخه کې همکاري. فنلنډ مخکښې مخابراتي تکنالوژي او ډېرې فعالې تصدۍ لري. د صنعتي انترنيټي شبکې، د لويو ابتدايي معلومات د تحليل، د ٥ جي تکنالوژۍ او معلوماتي امنيت په شمول برخو کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري پراخه شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای