د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي د اپرېل په ٣مه نېټه په سپينې ماڼۍ کې خبرې اترې وکړې.دواړو خواوو ژمنه وکړه چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې به خپلمنځي همکاري پياوړې کړي.
له خبرو اترو مخکې ټرمپ وويل چې امريکا د مصر ښه دوست او ملګری دی،امريکا به د سيسي د حکومت ټينګ ملاتړ وکړي.هغه زياته کړه چې که څه هم په ځينو برخو کې د دواړو خواوو ترمنځ توپيرونه شته،خو د زياتو مسئلو په اړه د دواړو هېوادونو دريځونه يو شان دي.دواړه خواوې به په ګډه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وکړي.
السيسي د ترهګرۍ پر ضد د ټرمپ د دريځ ډېره ستاينه وکړه.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |